انتظار - کابل 

 

د افغانستان د پخواني ولسمشر اتل شهيد دوکتور نجيب الله

د شهادت د اوه ويشتم تلين په ياد

 

زموږ ګران او لرغونی هيواد افغانستان په تېرو څه د پاسه څلورو لسيزو کې د ويجاړونکو او وژونکو جنګ جګړو په ډګر بدل شو، د دې جګړو په دوران کې ناممکنه وه چې د عواقبو لرليد يې داسې شوی وای لکه څنګه چې پېښ شول، په دې جګړو کې يو روښانه او تاريخي حقيقت دا وو چې زموږ ميړني ولسونه هميشه په تاريخي ستونزو او ناخوالو کې د طبيعي ملي غرور له مخې په ځان باوري وو چې (( افغانستان زموږ دی نو ځکه بری زموږ دی)) له دې هم سترګې نه شي پټيدای چې زموږ پياوړي او ايمانداره خلک د تاريخ په اوږدو کې د وحشي ترينو او بې انډوله اوږدو جنګ جګړو بې ساري تحمل او زغم لرونکي وو او دي

زموږ هيواد افغانستان د خپل ځانګړي جيوپوليټيک او جيوستراتيژيک شتون له امله د تاريخ په بېلا بېلو وختونو کې د نيواکګرو او اشغالګرو هيوادونو او ګاونډيانو د يرغلونو ميدان پاتی شوی دی. نيت او موخه يې دا وه چې زموږ د ستراتيژيک شتون څخه د خپلو ناروا او نامشروع ګټو لپاره استفاده وکړي. زموږ وياړلي تاريخ هم دا ثابته کړي او زموږ دښمنانو هم دا منلي ده چې د افغانانو بند موټی چا په زموږ نه دی خلاص کړی چا چې زموږ د هيواد پر مقدس حريم خپله خيرنه پښه ايښي ده نو بيا يې ځان روغ رمټ نه دی وړی زموږ د هيواد خاوره ورته په محشر او ګورستان بدله شوي، ککرۍ يې دلته د خاورو سره خاورې شوي او په ټيټ سر شرميدلي زموږ د هيواد څخه تېښتې ته اړ شوي دي چې مهمې بېلګې يې د افغان- برطانيه، افغان – شوروي او افغان – امريکا تر منځ جنګ جګړې د يادولو وړ دي

ټيک اوه ويشت کاله وړاندې د ۷۵۳۱ لمريز کال د تلې مياشتې په پنځمه نيټه د افغانستان د ازادۍ او پرمختګ دښمنانو د افغانستان پخوانی جمهور رئيس، د ملي روغې جوړې د واټ طراح او نوښتګر او د وطن ګوند مؤسس او مشر دوکتور نجيب الله په يوه نړيواله توطيه کې د نړۍ د سترو ښکيلاکګرو هيوادونو په امر او هدايت د اجرتي قاتلانو په لاس په داسې حال کې شهيد کړل شو چې ده په پلازمېنه کابل کې د ملګرو ملتونو په سياسي استازوالۍ کې پناه اخيستي وه. دا زړه بګنونکي پېښه د نړۍ د زبرځواکونو او تور مخو پنجابي استعمارګرانو له خوا د افغانستان د ميړني او غيور ملت پر وړاندې نوی ګزار وو. په دې توګه د افغانستان د تاريخ يوه بله پاڼه په وينو سره شوه، د هيواد په تاريخ کې يې رښتينی د شهادت لوړ مقام وموند او هغه خپل لوړ غږ يې رښتيا کړ چې ويل به يې: (( وطن يا کفن)) او دا راز يې د ملګرو ملتونو سپينه جنډه چې د کابل ښار د ۵۳ زره بې ګناه او بې وسو اوسيدونکو په وينو چې د تنظيمي بې فرهنګه ټوپکمارو د خپل منځي جنګ جګړو له امله 

ليته پيته شوي وه په خپلو پاکو اوښکو پريمينځلهانا لله و انا اليه راجعون 

دوکتور شهيد نجيب الله واک ته د رسيدو وروسته د ملي روغې جوړې سياست چې په بشپړه توګه يې د افغانانو د هيلو او ارمانونو څخه سرچينه اخيستله د کړکېچ او بحران څخه د هيواد د را ايستو چې يوازينی بديل وو رامنځته کړ. د ملي روغې جوړې د تګلارې بنسټيز هدف په افغاني ټولنه کې د رامنځته شوي بيلتون د له منځه وړلو، د ملي وفاق د رامنځته کيدو، د جنګ جګړو د ختميدو، د هيواد د بيارغونې، د افغان مهاجرينو د بېرته راستنيدو او ځای پر ځای کيدو او بلاخره د يوې ولسواکې او پرمختللي ټولنې رامنځته کول وو. دا په ډېره ښه توګه سنجول شوي پاليسي وه. د ډاکټر نجيب الله عزم او ثبات د دې کار د پلي کولو په لار کې مثبتو پايلو ته مخه کړه

سره له دې چې ځيني بهرنيي او کورنيي لوبغاړي په زغرده د دې کار سره د مخالفت په لټه کې وو او بل دا چې يو شمېر هيوادونه او ګاونډيان له دې پلوه ډېر ناارامه وو ځکه اساساً دا يوه افغاني د حل لاره وه او د منطقي نتجه ګيرۍ له مخې دا د افغانستان څخه د نړيوالې لاسوهنې د مخنيوي په معنا وه

جمهور رئيس نجيب الله په ډېره ميړانه، قوي استعلال او د سولې او روغې جوړې څخه په دفاع کولو سره وکولای شول چې په سياسي توګه د دې پروسې مخالفين مات کړي. جمهور رئيس په ډېرې هوښيارۍ سره د ملګرو ملتونو سازمان د منځګړيتوب په توګه راښکېل کړ تر څو د جګړې د سياسي حل لارې په خاطر د نړيوالو لوبغاړو د مخالفينو د ګټو پر مخ دروازه ور وتړي

د دې بهير د تطبيق په لار کې کلونه کلونه زيات زيار او صادقانه کار ترسره شوو او د ۷۹۹۱ زيږديز کال په پسرلي کې د ملګرو ملتونو په پنځه فقره ييز پلان په اړوند تقريباً بشپړ ملي او نړيوال توافق منځته راغی. لږ تر لږه په ظاهري توګه په جګړه کې ښکېلو تنظيمونو او نړيوالې ټولنې د سولې د پلان په اړوند خپل ملاتړ څرګند کړ. دا ډېره ستره لاسته راوړنه وه ځکه چې د افغانستان په تېرو څو کالونو کې دا پر ځای او يوازينی ملي توافق وو. که چېرې د يو شمېر بې لارې جهادي تنظيمونو او د هغوی بهرنيو پلويانو او پنځم ستون د کړيو لخوا ورباندې کودتا ترسره شوي نه وای نو هرو مرو به دا بهير په افغانستان کې د سولې او ثبات سبب ګرځيدلی وای او د بې ګناه افغانانو د وينې توئيدو مخه به يې هم نيولي وای او هم به په افغانستان کې د نړيوال تروريزم د شتون او ودې مخه به هم نيول شوي وای. هيوادوال بايد هېر نه کړي چې جمهور رئيس نجيب الله د ملي روغې جوړې د تطبيق لپاره د ستونزو ډک او کړکيچنو حالاتو کې کار وکړ کوم چې هغه د هيواد په تاريخ کې له نورو مشرانو مخه بيلوي. د ډېرو سترو او مشکلو چيلنجونو په وړاندې په ټينګه اراده، قوي عزم او ميړانې سره د ده څخه يو داسې انسان جوړ کړ چې يوازې او يوازې د خپل هيواد د لوړو او دنګو غرونو سره پرتله کيدای شي. د سولې او روغې جوړې پلان د دقيقو توضيحاتو په اړوند د ملګرو ملتونو سره د ده بشپړ همکاري د درناوي وړ ده، خو له بده مرغه د ملګرو ملتونو امنيت شورا په هغه وخت کې خپل ټول زور او اغېز د سولې د پلان پر عملي کيدو باندې وه نه چاوه، او حتی دا چې ملګرو ملتونو دومره ناتواني او ناغيړي ښکاره کړه چې د سولې پروسي طراح چې د ملګرو ملتونو د پلان د يوې برخې پر بنسټ باندې ورته کوم بهرنی هيواد په ځانګړي توګه هندوستان ته د تللو لاره ورکړل شوي وای، کوم چې کورنۍ يې لا له وړاندې هلته استوګن وه، په ډېر تأسف سره بايد ووايو چې طالبانو د کابل په نيولو سره تر ټولو لومړی ډاکټر نجيب الله د ملګرو ملتونو د سياسي مقر څخه په زور او جبر رابهر او په ډېره وحشيانه توګه يې لومړی هغه سخت شکنجه او وروسته د خپل ورور جنرال احمدزي سره يې د ټولو نړيوالو اصولو، اسلامي ارزښتونو او افغاني دودونو پر خلاف د محاکمې پرته دار ته وخيږولو او له ۷۹۹۱ زيږديز کال څخه تر ۱۰۰۷ زيږيديز کال د سپتمبر تر يولسمې نيټې پورې هيواد يو ځل بيا په يوه اوږده کورسوځونکي او افغان وژونکي جګړه کې ښکېل شو. په لس ګونه زره افغانان د دې جګړې په ټس کې شهيدان، په ميليونونو افغانان مهاجر او جګړه د افغانستان د اسلامي جمهوريت تر وروستيو پورې وغزيده او د زيات شمېر افغانانو وينه توی شوه. د ملي روغې جوړې پنځه فقره ييز پلان ناکاميدل له شک پرته ملګرو ملتونو ستره سياسي ماته وخوړه او د هغه ځانګړي استازي بينين سيوان بدنام شو. ملګري ملتونه د امريکا د متحده ايالاتو اجيره اداره ده او دوی د دې ادارې له لارې په نړۍ کې خپل شوم او شوينستي پلانونه پرمخ بيايي. د ډاکټر نجيب وژنه د ملګروملتونو په لمن تور داغ پرېښود تر څو چې دا نړۍ وي او دا د دوی شريکه او اجيره اداره وي دا د بې ننګۍ تور داغ به د دوی پر لمن پروت وي ځکه د ډاکټر نجبيب الله د قتل مسله د دوی د پلانونو برخه جوړوي. دا دی اوس د شهيد ډاکټر نجيب الله د شهادت له حماسې پوره اوه ويشت کاله تيريږي خو لکه څنګه چې ليدل کيږي نجيب الله د هرې ورځې په تيريدو سره د هيواد د سياسي بهير په ټولو اړخونو 

کې خپل اغېزناک او ځواکمن حضور خپلوي د ده افکار په سياسي خوځښتونو او معنوي شخصيت يې د ولسونو او د هيواد د ګڼو پرګنو په زړونو او رګونو کې ځای نيسي نو پر ځای او اړينه بلل کيږي څو د همدې لارې د ټولو نورو ګوندي او غېرې ګوندي نوم پاتې او نوم ورکو سرښيندونکو د شهادت د حماسو د درناوي مراتب هم پر ځای کړو دا ځکه چې د شهيد ډاکټر نجيب الله ياد د هغوی په ياد سره هم بشپړيږيځلانده او تل پاتې دې وي د وطن د لارې اتل شهيد ډاکټر نجيب الله خاطرې او کارنامې

 

چپاول دارایی های مردم توسط زورمندان ، جنگ سالاران و مفسدین داخل حاکمیت

Druckversion | Sitemap
© Rahema نشر مجدد مضامین این صفحه با ذکر منبع مجاز است